IQNA

   له تورتمه د رڼا په لور سفر؛ د یوه جرمني ختیځ‌پوه کیسه چې د قرآن په حقیقت پوه شو

10:45 - September 28, 2025
د خبر لمبر: 3491777
ایکنا - الفرډ هوبر، یو  جرمنی ختیځ‌پوه دی چې د خپلو مطالعاتو او څېړنو له لارې ئې د قرآن کریم او  د اسلام د دین حقیقت درک او اسلام ئې قبول کړ، لکه څنګه چې هغه پخپله وايي، له تیارې څخه ئې د رڼا لور ته حرکت وکړ.

 ایکنانیوز د الجزیره له قوله لیکلي دي،له شپاړسمې میلادي پېړۍ راهیسې په جرمنی کې قرآن کریم ته پاملرنه شوې او د پېړیو په اوږدو کې څېړونکو او ختیځ‌پوهانو، چې عربي ژبه یې زده کړې وه، دغه سپیڅلی کتاب یې د څېړنې او مطالعې موضوع ګرځولې وه. خو د اوولسمې پېړۍ له پیل راهیسې، د قرآن ژباړې د سیاسي او دیني ګروهنو تر اغېز لاندې ورغلې او یوازې لږ شمېر ئې له قرآن سره خالصه علمي اړیکه درلوده.

په تېرو لسیزو کې، مونږ د موضوعي ژباړو د راڅرګندېدو شاهدان وو، چې ځینو ژباړونکو د قرآن د آیتونو د اوږدې مطالعې وروسته اسلام قبول کړ او دا موضوع د هغوی په جرمني ژباړو کې هم منعکس شوې، چې د لغوي دقت او ژورې داخلي تجربې ترکیب و. له دې کسانو څخه سیګرید هونکه او انه ماري شیمل خورا مشهور دي.

آلفرد هوبر؛ شرق‌شناس آلمانی که به حقیقت قرآن دست یافت

په دې برخه کې،د یوه جرمني عرب پوه  ډاکټر الفرد هوبر، کیسه د اورېدو وړ ده.

الفرد هوبر د اسټریا په پلازمېنې ویانا کې زېږېدلی او په یوه متدینه کاتولیک عیسوي چاپېریال کې لوی شوی، تر دې چې والدین ئې هغه د راهب کېدو لپاره تیار کړ او هغه کشیش یا پآدري شو. خو دا ځوان بې‌قراره د ایمان په بدیهياتو باور نه درلود او تل د حقیقت په لټه کې و.

هغه له کم عمر څخه د ایمان، د دینونو د ډولوالي او د هغوی ترمنځ د سختو تضادونو په اړه لیواله و.

هوبر له ۱۸ کلنۍ څخه خپل سفرونه پیل کړل. له پوهنتون څخه له فراغت وروسته، هغه په خپل لومړي سفر کې د نړۍ د عیسویت پلازمېنې روم ته لاړ. له ایټالیا وروسته ئې یونان او بیا ترکیې ته سفر وکړ، او هلته ئې له اسلام سره لومړنۍ ریښتینې مخامخ کېدل تجربه کړل.

هغه وايي: «بیا مې قونیې ته سفر وکړ او د جلال الدین رومي (مولوي) زیارت ته لاړم، هلته مې یوه نه هېرېدونکې معنویت او ارامي تجربه کړه.»

بیا زېږېدنه

د تېرې پېړۍ د اوومې لسیزې په پیل کې، هوبر خپل سفرونه ختیځ ته پیل کړل. هغه سوریې، اردن او له هغه ځایه بیت المقدس ته لاړ.

د دیني متنونو په اصلي ژبو لوستلو ته یې لیوالتیا هغه دې ته وهڅاوه چې عبري، یوناني، لاتیني او سنسکریت ژبې زده کړي. هغه هندوستان ته لاړ او هلته یې د بودایي دین سره اشنايي وموندله. هلته یې د مرګ سره نږدې تجربه درلوده، خو دا د هغه لپاره یوه بیا زېږېدنه وه.

خو د هوبر د ژوند بدلونکی ټکی په تاج محل کې و. هغه وايي: «نه پوهېږم څه پېښ شول؛ د ارامۍ او ښکلا احساس مې وکړ. داسې احساس مې وکړ چې په جنت کې یم. دلته مې یقین وکړ چې اسلام زما د روح انتخاب دی او ډاډه شوم چې نه کاتولیک او نه هندو، هېڅ یو هغه دین نه دی چې زه یې غواړم. زه ډاډه شوم چې اسلام هغه دین دی چې زما روح یې غوره کړی.»

هوبر زیاتوي: «په لویدیځ کې انسان اکثراً له اسلام څخه د کرکې په احساس سره زېږیږي، چې دا د رسنیو له لارې، چې اسلام له ترهګرۍ سره تړي، او د صهیونیستي تبلیغاتو له لارې، چې د دې دین په اړه صحیح مفاهیم تحریفوي، پیاوړی کېږي.»

کله چې د فلسطین د مسئلې خبره راځي، هوبر په دې باور دی چې لویدیځې رسنۍ تل حقیقت تحریفوي.

 له قرآن سره ملتیا او د دې سپیڅلي کتاب د مفاهیمو ژباړه

هوبر وروسته له دې چې عربي ژبه ئې زده کړه، د قرآن متن له هغو ژباړو سره، چې تر هغه وخته یې لوستې وې، په بنسټیز ډول توپیر درلود. هغه ټینګار کوي چې داسې څه نشته چې د قرآن کریم ژباړه وبلل شي، ځکه عربي یوه سپیڅلې ژبه ده او قرآن الهي متن دی، چې یوازې په خپل اصلي شکل سره لوستل کېږي. له همدې امله، هر څه چې لیکل کېږي یوازې د قرآن معاني دي.

آلفرد هوبر؛ شرق‌شناس آلمانی که به حقیقت قرآن دست یافت

هغه زیاتوي: «کله چې مې لومړی ځل قرآن کریم ولوست، په مین شوم، ځکه ما شعر خوښاوه او شعرونه مې لیکل. ما قرآن کریم یوه ښکلې ژبه وموندله.»

دا ژوره اړیکه د قرآن له آیتونو سره هغه دې ته واړاوه چې د الازهر پوهنتون له استادۍ څخه د مصر د اوقافو وزارت د ماموریت لپاره، چې د قرآن د مفاهیمو ژباړه وه، لاړ شي، او دغې پروژې ۱۳ کاله وخت ونیو.

د اسلام قبولول او د بدلون شیبه

هوبر په لومړي ځل په ۱۹۸۰ کال کې په استانبول کې، په یوه شیبه کې چې هغه پخپله یې سرنوشت‌ټاکونکې بللې، د اسلام قبولول ئې اعلان کړل. هغه وايي: «زه له یوه ملګري سره په بحث کې وم او د خبرو په پای کې هغه راته وویل: 'الفرد، ته مسلمان یې. ستا ټولې خبرې ستا پر مسلمانۍ ټینګار کوي.' زه د هغه په خبرو حیران شوم. بیا یې راته وویل: 'راځه جومات ته لاړ شو.' او په هماغه وخت کې مې شهادتین ووایه.»

هوبر خپل اوږد سفر، مخکې او وروسته له مسلمان کېدو، داسې بیانوي: «زه کولی شم دا اوږد سفر په یوه جمله کې لنډ کړم: زه له تیارې څخه د رڼا لور ته لاړم.»

https://iqna.ir/fa/news/4305147

captcha